په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر راتلونکو دریو ورځو پورې د افغانستان په اړه د یوې ناستې خبر ورکړی دی د افغانستان ا.ا د یادې ناستې هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې نړۍ باید د افغانستان موجود واقعیتونه درک کړي. د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې نړۍ باید له افغانستان سره مناسب تعامل وکړي او د اړیکو رغولو ته رامخته شي. ملګرو ملتونو ویلي چې په یاده ناسته کې به په افغانستان کې د بشري حقونو وروستی وضعیت، بشردوستانه مرستې او ځینې نور مهم موارد تر بحث لاندې ونیول شي او تمه شته چې ښې پایلې ولري. د یادونې ده چې ملګرو ملتونو په وار وار په افغانستان کې اوسنی بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له دغه هېواد سره یې پر بشري مرستو ټینګار کړی دی.
































