په کابل کې د پاسپورټونو وېش تر نامعلومې نېټې ځنډېدلی دی. د پاسپورټ ریاست مسوولینو رسنیو ته ویلي چې د تخنیکي ستونزو له امله په کابل کې د پاسپورت ریاست تر نامعلومې نېټې تړل شوی او د پاسپورټونو د وېش پروسه هم ځنډېدلې ده. د مسوولینو په خبره د پاسپورټ ریاست ځينې ماشینونه استهلاک شوي دي چې کارونه په چټکۍ نه ترسره کوي، نو ځکه دوی اړ شوي چې چارې تر نامعلومې نېټې وځنډوي او د تخنیکي وسایلو د جوړولو لپاره هڅه وکړي. د افغانستان پاسپورټ ریاست یوه له هغو اداراتو ته چې په هغه کې تر ټولو ډېره ګڼه ګوڼه وي او خلک تل په دغه اداره کې د کارونو د ځنډېدو او نورو ستونزو په اړه شکایت کوي.
































