د اوکراین پر سر د ناټو او روسیې ترمنځ یو ځل بیا ناندرۍ رامنځ ته شوې دي. د راپورونو له مخې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې په وروستیو ورځو کې اوکراین ته څېرمه روسي ځواکونه په بې مخینې او غیر معمولي توګه ډېر شوي او دا مسئله خطرونه جوړولی شي. ناټو وايي د روسیې دغه ډول کړنې د زغم وړ نه دي او باید پر خپلو فعالیتونو بیا کتنه وکړي. روسیه بیا وایي چې دوی خپلو پولو ته نږدې د ناټو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په اړه شکایت لري. دغه ناندرۍ داسې مهال رامنځ ته کېږي چې په وروستیو کې پر اوکراین د روسیې د برید ګنګوسې خپرې شوې دي او ویل کېږي چې روسي لوري په کریمیه کې زرګونه سرتېري ځای پر ځای کړي دي.
































