د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۵۸۱ مشکوکې پېښې څېړلې دي او له دې ډلې ۲۳۵ یې مثبتې وې. دده په وینا تر ټولو ډېرې پېښې په کابل او کندهار کې ثبت شوې دي. په کابل کې ۶۳ او په کندهار کې بیا ۵۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې سره په هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۷۰۴ ته رسېدلی دی. همدا راز له پرون راهیسې ۱۴ کسان له کرونا ناروغۍ جوړ شوي هم دي.
































