د چین او امریکا ولسمشرانو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټينګار کړی دی. د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جو بايډن له خپل چینايي سیال شي جین پینګ سره په یوه اوږده ویډیويي کنفرانس کې پر مهمو دوه اړخیزو او نړیوالو مسایلو خبرې کړې دي. د نړۍ دې سترو ځواکمن اقتصاد لرونکو هېوادونو ټینګار کړی دی چې له اختلافاتو سره سره به د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره کار کوي او د نړیوال نظم په برخه کې به د دواړو هېوادونو همکارۍ دوام کوي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې دغه کنفرانس په صمیمانه فضا کې ترسره شوی دی چې په هغه کې د دواړو هېوادونو د کابینې غړو هم ګډون کړی و. چینايي لوري هم ویلي چې دوی په نړۍ او سیمه کې د ثبات او پرمختګ غوښتونکي دي او له امریکا سره هم د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي.
دا د بایډن له واک ته رسېدو وروسته لومړی ځل دی چې چینایي او امریکايي لوری په دومره لوړه کچه دومره اوږدې خبرې کوي او د اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټينګار کوي.
































