افغان حکومت وایي نږدې سل کسه طالب بندیان یې تېر ماښام له څرخي پله زندان خوشي کړي دي. د ملي امنیت شورا د سلاکار له دفتر په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشر د فرمان له مخې، له کرونا سره د ښې مبارزې او د سولې په برخه کې د پرمختګونو په نیت د څرخي پله له زندان ۹۸ طالب بندیان خوشي شوي دي. د سرچینې په خبره په دې سره ټول ټال ۶۵۰ طالب بندیان تر دې دمه د افغان حکومت له زندانونو خوشي شوي دي. ملي امنیت شورا وایي چې دوی د بندیانو د خوشي کولو لړۍ ته ادامه ورکوي او ۸۵۰ نور طالب بندیان به هم ددوی عمر، روغتیايي وضعیت او بند مودې ته په کتو له زندانونو خوشي کړي.
































