د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي کاظمي قمي سره کتلي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې چې د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم ګډون درلود دواړو لوریو پر ګڼو دوه اړخيزو مسائلو خبرې اترې کړې دي. د سرچینې په خبره، په دغه لیدنه کې دغه راز دواړو خواوو د اقتصادي، تجاري او پرمختيايي پروژو په اړه ورته ليد لوري لرل او د ناستو پر دوام یې ټینګار کړی دی. متقي د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ لا پراختیا د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره مهمه بللې او زیاته کړې یې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې د سوداګرۍ برخه کې شته خنډونه له منځه یوړل شي.
































