روسیه وایي دوی د یوه با ثباته او سوله ییز افغانستان هیله لري. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوه مرکه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات او سولې د راتګ غوښتونکي دي. دده په وینا روسیه هڅه کوي په څنګ کې یې داسې یو افغانستان رامنځ ته شي چې د هېڅ ګاونډي او یا بل هېواد لپاره خطر جوړ نه کړي. کابلوف ویلي روسیه په تمامه مانا هڅه کوي چې په افغانستان کې د جګړو په ختمولو کې رغنده رول ولوبوي او په افغانستان کې پرمختګ او ثبات ته لار پرانیزي. هغه یو ځل بیا ټينګار کړی چې د افغانستان نوی حکومت باید له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او دوی ته اجازه ور نه کړي چې په افغانستان کې فعالیتونه ترسره کړي.
































