د افغانستان نوی حکومت باید بشري حقونو ته بشپړ درناوی وکړي. د امریکا مخکښ سناتور مک کال په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د نوي حکومت په رسمیت پېژندل به وخت وغواړي او په خبره یې له کنګل شوو شتمنیو به امریکا د فشار په توګه کار واخلي.
د سرچینې په خبره د بشري حقونو او مېرمنو د حقونو رعایت ددغه حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره تر ټولو مهم شرطونه دي چې باید پر ځای شي. هغه همدا راز هیله څرګنده کړې چې افغانستان کې بهرنۍ ترهګرې ډلې فعالیت و نه لري او د نړۍ امنیت ته خطر جوړ نه کړي.
تر دې وړاندې هم امریکايي استازو او چارواکو په افغانستان کې د بشري حقونو پر رعایت او د نړیوالو قوانینو عملي کول د رسمیت پېژندلو لپاره مهم شرطونه بللي دي.
































