د ارمانیا او اذربایجان ترمنځ یو ځل بیا نښتې شوې دي. اذربایجاني دفاعي چارواکو ویلي چې د ترکیې له پولې سره څېرمه یې له ارمانیايي عسکرو سره نښته شوې چې له امله یې ګڼ ارمني عسکر وژلي او ځينې سیمې یې ترې نیولې دي. ارمانیا هم وایي چې اذربایجاني عسکرو یې ګڼ سرتېري وژلي دي او دوې امنیتي پوستې یې ترې نیولې دي. دا د تېر کال تر اوربند وروسته لومړی ځل دی چې د دواړو هېوادونو د سرتېرو ترمنځ نښته رامنځ ته کېږي.
تېر کال د دواړو لورو ترمنځ جګړه کې شاوخوا ۶ زره کسان ووژل شول چې د نړیوالو په مداخله اوربند رامنځ ته شو. تازه نښته هم څو ساعته وروسته د روسیې په منځګړیتوب درول شوې ده.
































