هند او فرانسې پر افغانستان خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې یوه هندي پلاوي په پلازمینه پاریس کې له فرانسوي چارواکو سره پر افغانستان خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې هندي لوري ویلي چې دوی د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه لري او دا وېره ورسره ده چې هسې نه افغانستان د ترهګرو پر مرکز بدل شي.
فرانسوي لوري ویلي چې دوی هم له نړۍ او هند سره په ګډه د افغانستان پر وضعیت کتنه کوي او تمه لري چې په دغه هېواد کې دایمي امنیت او ثبات تامین شي. هندي لوري ویلي دوی په نړیوالو کنفرانسونو په تېره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هڅه کوي افغانستان ته د نړۍ پام واړوي او دا ډاډ تر لاسه کړي چې له دې ځایه به سیمې ته ګواښونه نه جوړېږي.
هندي لوری داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې نوي حکومت سیمې او نړۍ ته ډاډ ورکړی، چې له افغانستان به هېڅ ډول ګواښ نه ورته جوړېږي.
































