د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنوته نوماند جو بایډ له «ام.اس.ان.بي.سي» ټلوزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، ټرمپ له هغه وخت او امکاناتو چې په واک کې یې درلودل، سمه او پر ځای استفاده نه ده کړې. بایډن ویلي، د امریکا اطلاعاتي ټولنې شپږ ځله ټرمپ ته خبرداری ورکړی و چې لوی ناروین را روان دی، خو ټرمپ دا هر څه بابیزه وګڼل چې اوس یې بیه د امریکا عام خلک پرې کوي. نوموړي ویلي، ټرمپ هڅه کوي له دې مسوولیت ځان خلاص کړي، خو اوس چې هره اونۍ زرګونه امریکایان مري مسوولیت یې د ټرمپ پرغاړه دی، ځکه پر وخت یې اقدام ونه کړ.
































