امریکا او هند په افغانستان کې د ګډو ګټو پر تامین ټینګار کړی دی. د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په پلازمینه نوي ډهلي کې یې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجيټ ډول او نورو هندي چارواکو سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د دواړو لورو ترمنځ خبرې شوې دي او ټينګار شوی چې هند او امریکا به په افغانستان کې د ګډو ګټو د ساتلو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. دوی همدا راز د افغانستان په اړه په خپلو کې د همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی او امریکا هند په سیمه کې خپل باوري متحد یاد کړی.
هندي لوري هم ډاډ ورکړی چې دوی په سیمه کې د ثبات لپاره له امریکا سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
































