په کاناډا کې سخت توپان او ورښت ددغه هېواد مهمې مواصلاتي لارې بندې کړې دي. د راپورونو له مخې توپان او سیلاب د ونکوور مهمه مواصلاتي لار تړلې ده چې د کاناډا دوې برخې سره تړي او په وروستیو سلو کلونو کې د تګ راتګ او اتصال تر ټولو مهمه لار ګڼل کېږي.
پر دې لار په ورځ کې زرګونه موټرونه او اورګاډي تګ راتګ کوي چې سیلابونو تړلې او د سختو مالي زیانونو تر څنګ یې ځاني زیانونه هم اړولي دي. ویل کېږي چې د سیلاب له امله یوه مېرمن وژل شوې، درې کسه لادرکه دي او زرګونه کسان بیا د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
































