اروپا کې د زرګونه ماشومانو لادرکه کېدو اندېښنې پارولې دي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې په المان کې زرګونه داسې کډوال ماشومان چې سرپرست یې نه درلود او عمرونه یې له اتلس کلونو ټيټ وو، له کمپونو لا درکه شوې دي.
دغه اداره له کمپونو د لادرکه شوو کډوالو ماشومانو شمېر اتلس زره کسه ښوودلی دی. دوی په دې برخه کې د المان حکومت پړ بللی دی او وایي چې دوی په کمپونو کې د ماشومانو په ساتنه او پالنه کې ناکام دي او ددې جدي اړتیا ده چې پر خپلو تګلارو کتنه وکړي.
یاد بنسټ وایي چې بې سرپرسته کډوالو ماشومانو لادرکه کېدل او د حکومت له کنټروله وتل نه یوازې دا چې د ګواښونو سبب کېدلی شي بلکې د دوی پر راتلونکې منفي اغېز لري. دوی پر الماني حکومت غږ کړی چې پر خپلو تګلارو بیا کتنه وکړي او دا مسئله خورا جدي وبولي.
































