د افغانستان نوي حکومت د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت له لوري د امریکا کانګریس ته په همدې تړاو یو لیک لېږل شوی او په هغه کې له دغه هېواد غوښتل شوي چې د افغانستان د اسعارو زېرمې ازادې کړي او دلته دې د ناورین د دوام سبب نه کېږي.
په لیک کې راغلي چې دمګړی په افغانستان کې تر ټولو ستره ستونزه اقتصادي مسئله ده او د امریکا کانګریس ته په کار ده چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي. بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو پر پوهنې، روغتیايي، عامه خدماتو او نورو اړوندو ادارو ناوړه اغېز کړی دی، چې باید د شتمنیو کنګل نور دوام و نه کړي.
افغان حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی چې دوی د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او د شتمنیو کنګل کېدل کومه ستونزه نه شي حل کولی، نو له همدې امله امریکايي حکومت ته په کار ده چې پر دوه اړخیزو ګټو ولاړې اړیکې وپالي.
































