امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې یو راپور خپور کړی دی. راپور کې راغلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو سره مذاکراتو کې دغې ډلې ته ډېر امتیازات ورکړل او دی لا هم د خپلو کړنو د دفاع په موخه په رسنیو کې را څرګندېږي او هڅه کوي ځان سپین ثابت کړي. راپور کې راغلي، دا سمه ده چې د افغانستان د اوسني وضعیت مسوولیت ډېریو امریکایي جنرالانو او ډيپلوماټانو ته ورګرځي خو خلیلزاد تر ټولو ډېر مسوولیت لري ځکه هغه له طالبانو سره له نږدې په تماس کې وو او داسې ښکاري چې هغه هر څه له خپلو مشرانو پټ کړي دي. راپور کاږي، چې زلمی خلیلزاد د کابل د سقوط مسوول دی او په افغانستان کې رامنځته شوی اوسنی وضعیت د هغه د غلطو کړنو پایله ده.
































