د کابل په دشت برچي سیمه کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې، د کابل ښار د ۱۳مې حوزې اړوند، د دشت برچي په ګولایي دواخانه سیمه کې د مزاري څلورلارې ته څېرمه پر مسافر وړونکي ټونس ډوله ماټر باندې چاودنه شوې ده. عیني شاهدانو ویلي چې پېښه د چسپکي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د چاودنې مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.
































