ملګري ملتونه وایي د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ازاده کړل شي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د خبرو پر مهال د افغانستان وضعیت ترینګلی بللی دی. نوموړې ویلي چې باید په افغانستان کې له نوي حکومت سره همکارۍ ډېرې شي او دلته دې خلک له بشري ناورین وژغورل شي.
لاینز وایي افغانستان اوس له داسې یوه ناورین سره مخ دی چې مخنیوی یې کېدلی شي او امریکا ته په کار ده چې ددغه هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي. هغه وایي دمګړی د شتمنیو د کنګل کېدو له امله له افغانستان سره سوداګري په ټپه ولاړه ده، بانکي خدمات فلجېږي، اقتصادي وضعیت ترینګلی کېږي او له همدې امله بې ثباتي رامنځ ته شوې ده. لاینز تمه ښوودلې چې نړیوالې بشردوستانه مرستې له افغانستان سره ډېرې شي او دغه هېواد له ناورین وژغورل شی.































