برېټانیا وایي له طا لبانو سره خپل تعامل ته ادامه ورکوي. د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ددغه هېواد پارلمان ته په یوه استجوابیه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او ډېر مسایل ورته د اندېښنې وړ دي.
دده په وینا دوی له دې پرته بله چاره نه لري چې له طا لبانو سره تعامل وکړي او بشردوستانه مرستې ورسوي. جانسون وایي په افغانستان کې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا ده او په وینا یې که وضعیت همداسې دوام کوي نو په دغه هېواد کې به ناورین رامنځ ته شي، خو برېټانیا په خپل وار هڅه کوي چې پر وخت بشري مرستې ورسوي او له نوي حکومت سره خپل تعامل ته ادامه ورکړي.
































