سېلاب راوتو په بغلان ولایت کې د سکرو په کان کې څلور تنه مړه کړي دي. د تاله او برفک ولسوال وایي، یاد څلور کسان تېره شپه د سکرو په کان کې د سېلاب راتلو له کبله بند پاتې وو چې وروسته بیا مړه شوي دی. ددې ولسوالۍ ولسوال حمید برفیکي وایي، د مړو د را ایستلو لپاره یې هڅې پیل کړې دي، خو تر اوسه بریالي شوي نه دي. سېلابونو په دې سیمه کې کرنیزو ځمکو ته هم زیان اړولی دی.
































