نړیوال دې د وسلو سیالۍ ودروي. د پخواني شوروي اتحاد واکمن میخایل ګورپاچوف په تازه څرګندونو کې ویلي، دا خبره ناسمه ده چې اټومي وسلې د نړیوالې سولې د ساتنې لپاره ګټورې دي.
دده په خبره د وسلو په جوړولو کې سیالي او په دې برخه کې میلیاردونه ډالر پانګونه د هېچا په ګټه نه ده او نه هم د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو ادعا ثابتولی شي. هغه د نړۍ پر ځواکمنو هېوادونو غږ کړی چې وسله له سیاست لرې کړي او په رښتینې توګه په نړۍ کې سالمو سیالیو او اقتصادي پرمختګونو لپاره کار وکړي.
ګورپاچوف چې پخوانی روسي سیاستوالی دی په دې باور دی چې دمګړی د نړۍ ځواکمن هېوادونه په تمامه مانا له یو بل سره په منفي رقابت کې دي او ددې احتمال شته چې نړیواله سوله او امنیت نور هم د دې ناسمو رقابتونو قرباني شي.
































