په ملګرو ملتونو کې د پخواني حکومت دایمي استازی وایي چې افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو اړتیا ده. غلام محمد اسحاق زي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې افغانستان باید له اوسني وضعیت وژغورل شي او نړیواله ټولنه دې د بشري مرستو لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي.
دده په خبره په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت جوړېدل له داخلي جګړو مخنیوی کولی شي او دا به ددې سبب شي چې ترهګرې ډلې له منځه لاړې شي. اسحاق زي ټینګار کړی چې ملګري ملتونه او نور نړیوال بنسټونه د افغانانو پر وړاندې مسوولیت لري او باید همکارۍ ډېرې کړي.
اسحاق زی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ا.ا د افغانستان اوسنی حکومت ټولشموله بولي خو بیا هم وایي چې د حکومت د پیاوړتیا لپاره به یې هڅې روانې وي.
































