د امریکا او اروپا په ځینو برخو کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه لګېدلي محدویتونه یو څه اسانه شوي دي او خلکو ته اجازه ورکړل شوې ده، چې له څو اونیو ځنډ وروسته له کورونو بېرون را ووځي. دغه ګام داسې مهال اخیستل کېږي، چې لا هم په دې سیمو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې لیدل کېږي. ټاکل شوې ده نن یکشنبه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د کرونا ویروس او د کاروبار د بېرته پیلېدو په اړه خبرې وکړي. په امریکا کې تر اوسه پورې له ۶۶ زره ډېر کسان له کرونا ناروغۍ مړه شوي او تر یولس لکو ډېر پرې اخته شوي دي. اېټالیا چې د تلفاتو په برخه کې تر امریکا وروسته دویم هېواد دی سبا پکې څلور میلیونه کسان بېرته خپلې دندې پیلوي. په دې وروستیو ورځو کې په اېټالیا کې د کرونا ویروس له کبله د تلفاتو شمېر کم شوی دی. د اسپانیا خلک هم له ۴۸ ورځني قرنیطن وروسته د ورزش د ځینو ډولونو د تر سره کولو لکه بایسکیل ځغلول او منډې لپاره بېرون ته را وتلي وو.
































