د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره په بېلو برخو لکه اقتصادي، پانګونې، بشردوستانه مرستو، تعلیم او د کډوالو ستونزو ته د رسېدګي برخو کې همکاریو ته ژمن دی. ایراني رسنیو د نوموړي له قوله ویلي چې افغانستان ته یې سفر له لاسته راوړنو ډک و او د دغه هېواد د چارواکو په ګډون یې له ګڼ شمېر سیاستوالو سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ګټور بحثونه کړي دي. نوموړي په افغانستان کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ بللی او دغه راز یې په دغه هېواد کې د پاتې ستونزو او خنډونو حل د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل یاد کړي دي. هغه ویلي چې دی د ا.ا له چارواکو سره په دې تړاو هم غږېدلی او هغوی ورته بشپړ ډاډ ورکړی دی.
































