د روسیې د بشردوستانه مرستو لومړنۍ محموله کابل ته را رسېدلې ده. د راپورونه له مخې، د مرستو په دې محموله کې اوړه، غوړي او کمپلې شاملې دي. روسیې ویلي چې ډېر ژر به په بشردوستانه مرستو بار دوې نورې الوتکې هم افغانستان ته را ولېږي. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د روسیې د ولسمشر په سپارښتنه به د مرستو په رالېږدونکو الوتکو کې روسي وګړي او یو شمېر هغه افغانان چې د روسیې تابعیت لري او تر وروستیو تحولاتو وروسته په افغانستان کې بند پاتې وو بېرته یاد هېواد ته ولېږدول شي. د یادونې ده چې روسیې وړاندې تر دې ویلي وو چې د بشردوستانه مرستو تر ټولو ستره بسته به ژر تر ژره افغانستان ته ولېږي.
































