د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي هغه څه چې په دې وروستیو کې افغانستان کې پېښ شول په دې مانا دي چې په سویلي پوله کې د روسیې د امنیت لپاره لا نورو ګامونو ته اړتیا ده. پوتین ویلي چې د روسیې د امنیت لپاره د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره مرسته په کار ده. په تېرو شاوخوا درې میاشتو کې له کله چې طالبانو پر کابل ولکه ټېنګه کړې دا لومړی ځل نه دی چې روسیه له افغانستانه د خپل امنیت په اړه احتمالي خطرونو ته اشاره کوي. له افغانستانه روسیې ته د امنیتي اندېښنو او احتمالي خطرونو په اړه د پوتین دا څرګندونو داسې مهال دي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي چې داعش ډلې ټول افغانستان ته خپل فعالیتونه غځولي دي. خو طالبانو تل ټېنګار کړی چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد پر ضد نه کارول کیږي. د دوحې هوکړه کې هم دې ډلې ژمنه کړې وه چې ترهګرو ډلو ته به افغانستان کې ځای نه ورکوي.
































