د کورنیو چارو وزارت وایي، د پاسپورټ په عمومي ریاست کې رامنځته شوې تخنیکي ستونزه به ژر حل شي. د دغه وزارت ویاند سعید خوستي وویل، چې د پاسپورټ ریاست تخنیکي ستوزې د حل لپاره کار پیل شوی او ډېر ژر به یاده ستونزه حل شي. که څه هم نوموړي دقیق وخت ونه ښود، خو تمه یې وښوده چې ډېر ژر به یاده ستوزه حل شي. د یادونې وړ ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ د پاسپورت ریاست سرپرست علم ګل حقاني په یو ویډويي ویلي و چې د پاسپورټ ریاست ځینې وسايل له کاره لویدلي او د لنډې مودې لپاره به کار بند وي. نوموړي ویلي و، هر کله چې د پاسپورټ ریاست اړوند ماشینونه او نور وسایل جوړ شي نو له ځنډ پرته به کار پیل کړي.
































