په روسیه کې په یوه ورځ په کرونا وبا د اخته کسانو نږدې لس زره نوې پېښې ثبت شوي دي. په داسې حال کې چې د روسیې روغتیايي چارواکو د دې ناروغۍ لپاره د ټېسټونو شمېر زیات کړی پرونۍ شمېره بې سارې ده. له بلې خوا د مسکو ښاروال ویلي چې ښایي د ښار کلابندي اوږده کړي. د تازه شمېرو له مخې په روسیه کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېر له ۱۲۴ زره اوښتی دی او یوازې پرون ۹۶۲۳ تازه پېښې ثبت شوي چې صدراعظم میخاییل میشوستین هم پکې دی. په نړۍ کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر درې نیم میلیون ته نږدې شوی او په دې ناروغۍ تر اوسه له ۲۴۵ زرو زیات کسان مړه شوي دي.
































