امریکا وایي همدا یې وخت دی چې پر اوکراین د روسیې د برید مخنیوی وشي. امریکایي رسنیو ددغه هېواد د امنیتي ادارو له قوله ویلي چې پر اوکراین د روسیې د نظامي برید احتمال ډېر شوی دی.
سرچینه وایي امریکا پر اروپایي هېوادونو غږ کړی چې پر اوکراین د روسیې د برید د مخنیوي لپاره باید پر یوه جامع تګلاره توافق وکړي او په خبره یې څومره چې په دې مسئله کې ځنډ رامنځ ته کېږي د روسیې د برید مخنیوی دومره ګرانېږي. امریکايي چارواکو ویلي چې باید پر وخت پر اوکراین د روسیې د برید مخنیوی وشي.
امریکایي سرچینې زیاته کړې، لا تر اوسه روسیې په بشپړه توګه پر اوکراین د برید پرېکړه نه ده کړې، خو ددغه هېواد په شاوخوا کې د سل زره روسي عسکرو ځای پر ځای کول د خطر زنګ دی چې باید مخنیوی یې وشي.
































