حوثي یاغیانو د یمن په صنعا کې د امریکا پر سفارت یرغل کړی دی. د راپورونو له مخې، حوثیانو د متحده ایالاتو سفارت لوټ کړی دی او ټول کارکوونکي یې یرغمل نیولي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په صنعا کې د امریکا پر سفارت د حوثیانو برید غندلی دی او زیاته کړې یې ده چې حوثیان باید د امریکا سیمه ییز کارکوونکي خوشې کړي، لوټ کړي توکي بېرته سفارت ته یوسي او ژر تر ژره د سفارت له صحنه ووځي. حوثي یاغیان چې ایران یې ملاتړ کوي، د یمن په پلازمینه کې یې د امریکا پر سفارت برید کړی او څو تنه ځايي افراد چې دغه سفارت له پاره يې کار کاوه، نیولي دي. راپورونه وایي چې هغوی دغه راز د دغو کسانو د کورنیو غړي هم نيولي او بد چلند یې ورسره کړی دی.
































