سوډان کې روغتیایي چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې په پیل شویو تاوتریخجنو لاریونونو کې ۴۰ کسان وژل شوي او تر سلو ډېر نور ټپيان شوي دي. راپورونه وایي چې په سوډان کې د حکومت ضد لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي دي او له تېرو څو ورځو راهیسي په پرلپسې ډول خلک لارو کوڅو ته راوځي او د نظامي حکومت پر ضد شعارونه ورکوي. د راپورونو له مخې، دغه لاریونونه هره ورځ له تاوتریخوالي سره مخ دي چې نن د حکومتي کسانو په ډزو د یو ۱۶ کلن ځوان په وژل کېدو سره دغه شمېر څلوېښت ته لوړ شوی دی. د سوډان پولیس بیا وایي چې دوی حتی یوه مرمۍ هم د لاریونوالو لور ته نه ده ویشتې خو لاریون کوونکي بیا تور پورې کوي چې هره ورځ ورباندې د ګولیو بارانونه کېږي. لاریونوال له نړیوالې ټولنې غواړي چې په خپلې مداخلې سره په دغه هېواد کې روانه سیاسي بې ثباتي پای ته ورسوي.
































