بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ولسمشر غني پخپله د ایران لخوا د افغانانو د وژلو موضوع څیړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایی چې له څیړنو وروسته به معلومات له ولس سره شریک شي. ایراني عسکرو وړمه ورځ پنځوس افغان کارګران پر اوبو لاهو کړي وو، چې له دې ډلې یوازې دوولس یې ژوندي پاتې دي. په هرات کې ځايي خبریالان وایي پنځوس افغان کارګر د ذوالفقار نومې سیمې له لارې په قاچاقي توګه ایران ته د ننه کېدل چې د ایراني پولیسو له لوري تر نیول کېدو وروسته د هریرود سیند ته غورځول شوي او دوولس کسه یې بریالي شوي چې ځانونه وژغوري.
































