ډېر ژر به ګڼ هېوادونه په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي. د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي یوې بهرنۍ رسنۍ ته ویلي چې دمګړی په افغانستان کې د ګڼو هېوادونو سفارتونه پرانیستي دي او شمېر یې ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.
د متقي په خبره ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې ځينې اروپايي هېوادونه او ان د ناټو غړي هېوادونه خپل سفارتونه په افغانستان کې پرانیزي.
هغه ویلي چې د افغانستان نوی حکومت له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري چې نړیوال هم د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ ولاړې اړیکې له افغانستان سره وپالي.
































