امریکا وایي لا هم په افغانستان کې د ګواښونو پر وړاندې د اقدام وړتیا لري. د امریکا د ځانګړو عملیاتو قومندان جنرال ریچارډ کلارک په یوه تازه مرکه کې ویلي دوی لا هم ددې وړتیا لري چې په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې اقدام وکړي.
هغه ویلي دوی له طا لبانو سره ګډ کار نه کوي او نه هم ددې کار لپاره زړه ښه کوي، خو که په افغانستان احتمالي خطر رامنځ ته شي نو امریکا یې پر وړاندې اقدام کولی شي. دغه امریکايي چارواکي ویلي چې دوی لا هم له افغانستان اطلاعات ټولولی شي او ددې وړتیا لري چې ترهګرې ډلې وڅاري.
تر دې وړاندې هم امریکا ویلي وو چې په افغانستان کې د خطرونو پر وړاندې د غبرګون وړتیا لري او سرتېري یې په سیمه کې دي، چې هر څه له نږدې څاري.
































