امریکا یو ځل بیا ایران ته خبرداری ورکړی چې اټومي وسلو ته به د لاسرسي اجازه ور نه کړي. د امریکا ددفاع وزیر لویډ اسټین ویلي چې په منځني ختیځ کې به د دوی حضور دوام کوي، لا به پیاوړی شي او ایران به په کلکه څارل کېږي. دده په خبره هېڅ وخت ددې اجازه نه ورکوي چې ایران اټومي وسلې ولري او یا په سیمه کې د بې نظمۍ او بې ثباتۍ لپاره ګام اوچت کړي. آسټین وایي امریکا د ځان، خپلو ګټو او خپلو متحدینو دفاع ته تیاره ده او دوی به یوازې نه پرېږدي. امریکا په وروستیو کې په مکرره توګه ایران ته خبرداري ورکوي چې یا دې خبرو ته تیار شي او که چېرته له ایران سره پر اټومي مسایلو خبرې پایله و نه لري نو امریکا پر نورو انتخابونو فکر کوي.
































