د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع یو شمېر مشرانو او مخورو سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. د ا.ا د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، مولوي عبدالکبیر په یاده لیدنه کې ویلي چې د افغانستان ا.ا غېږه ټولو ته پرانیستې ده او ټولو وړ افغانانو ته به د خدمت لپاره زمینه برابره شي. نوموړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان ا.ا د رسمیت پېژندنې لپاره تر ټولو لومړی شرط د یو پراخ بنسټه حکومت جوړول بلل شوي دي. بلخوا که څه هم طالبان خپل حکومت پراخ بنسټه بولي خو ټینګار کوي چې د تغیر او تبدیل امکان یې شته دی.
































