د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ تر دوه اوونیو خبرو اترو وروسته پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې د اوربند په بدل کې د ټيټيپي له دریو اصلي غوښتنو څخه لومړۍ یې دا ده چې په دریم هېواد کې ورته سیاسي دفتر ورکړل شي. د راپورونو له مخې، پاکستاني حکومت په وروستیو کې د افغانستان ا.ا امارت په منځګړیتوب له تحریک طالبان پاکستان سره دوه لیدنې ترسره کړې دي چې د پرمختګ راپورونه یې هم ورکړل شوي دي. په ورته وخت کې د پاکستان پارلمان بیا له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې بې ګټې بولي او زیاتوي چې دا چاره به له ترهګرۍ سره د پاکستان د مبارزې داعیه د نړیوالو تر پوښتنې لاندې راولي خو پاکستاني حکومت ویلي چې دوی له پاکستاني طالبانو سره خبرو ته لیواله دي او ټینګار کوي چې دغه خبرې به هغه وخت نتیجه ورکړي چې هغوی (ټيټيپي) د پاکستان قانون ومني او درناوی ورته وکړي.
































