د امریکایي پوځ یو متقاعد ډګروال اندرو میلبرن له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي، په هغه صورت کې چې د امریکا پوځي چارواکي پوهېدل چې له افغانستان څخه د ځواکونو وتل به له خطره خالي نه وي نو باید د بایډن د تصمیم د بې ځایه سرتمبګي پر وړاندې درېدلي وای او په ډېر عزت یې استعفا وړاندې کړې وای. میلبرن د افغانستان د اوسني وضعیت مسوولیت پر بایډن او د هغه پر ناکامو پوځي چارواکو ور اچولی دی او زیاته کړې یې ده چې امریکا باید دومره په اساني د افغانستان د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې نه وای بربادې کړې. هغه ټینګار کړی دی چې افغانستان نه یوازې د امریکا بلکې د نورو هېوادونو لپاره هم ډېر مهم دی او سپینې ماڼۍ دا ستراتیژیک هېواد په خیرات کې خپلو رقیبانو ته پرېښود او هلته یې کړي لګښتونه له خاورو سره خاورې کړل.
































