د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي چې ډېر ژر به په کابل کې د پاسپورټ ورکړې بهیر له سره پیل شي. سعید خوستي ویلي چې په پاسپورټ ریاست کې رامنځته شوې تخنیکي ستونزه اوارېدو ته نږدې شوې ده او په راتلونکو ورځو کې به دغه بهیر بېرته پیل شي. هغه ویلي چې څو ورځې وړاندې د کابل پاسپورټ ریاست کې ځینې تخنیکي ستونزې رامنځته شوې وې چې له امله یې د پاسپورټ ورکړې پروسه له خنډونو سره مخ شوه او وځنډېده. د ویلو ده چې پاسپورت ریاست مخکې تر دې ویلي وو چې پر کابل پاسپورت ریاست باندې د ګڼې ګوڼې مخنیوي لپاره به په پنځو لویو ښارونو کې د پاسپورت ورکوونې پروسه پیل کړي خو کله چې په ولایتونو کې دغه بهیر پیل شو په کابل کې د تخنیکي ستونزو له امله وځنډېد.
































