د ایران د ازاد او ځانګړي اقتصاد د عالي شورا مسوول ویلي چې سږکال یې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه کې لوړوالی راغلی دی. هغه زیاته کړې، ایران په پام کې لري چې له پاکستان او افغانستان سره د ځمکنۍ سوداګریزې راکړې ورکړې کلنۍ کچه پنځه میلیارد ډالرو ته ورسوي. سعید محمد ویلي چې په راتلونکې میلادي کال کې له پاکستان او افغانستان سره د سوداګرۍ کچې لوړوالی یې لومړیتوب دی او هڅه کوي چې له هرې ممکنې لارې دغه چاره ترسره کړي. ایراني چارواکې دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولینو هم وویل چې په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ برخه کې رامنځته شوي خنډونه د ا.ا د هڅو په نتیجه کې حل شوي او اوس له ایران، پاکستان او چین سره سوداګریزه راکړه ورکړه پام وړ ښه شوې ده.
































