پاکستان وایي ډېر ژر به اجازه ورکړي چې د هند غنم افغانستان ته ورسېږي. د پاکستان لومړي وزیر ددغه هېواد له نورو لوړپوړو چارواکو سره په یوه غونډه کې ویلي چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو سخته اړتیا ده نو له همدې امله دوی هڅه کوي چې ژر هندي غنمو ته افغانستان ته د رسېدو اجازه ورکړي.
د عمران خان په خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ چارواکو ته دنده سپارل شوې چې ژر تر ژره ددغه غنمو د لېږد لپاره یوه منظمه تګلاره جوړه کړي چې له مخې یې هندي موټرونه وکړی شي د پاکستان له خاورې تېر شي.
هند له افغانستان سره د پنځوس زره مټریک ټنه غنمو مرسته کړې ده، خو وايي پاکستان اجازه نه ورکوي چې دغه غنم یې له خاورې تېر شي او په افغانستان کې تر اړمنو پورې ورسېږي.
































