روان کال پنځه ویشت زره کډوال برېټانیا ته د ننه شوي. برېټانوي رسنۍ وایي چې د تېرو کلونو په پرتله د کيښتیو له لارې برېټانیا ته د کډوالو د ورتګ کچه لوړه شوې ده. سرچینې وايي چې روان کال شاوخوا ۲۵۷۰۰ کډوال له کېښتیو په استفادې برېټانیا ته د ننه شوي چې د تېر کال په پرتله درې برابره ډېروالی ښيي.
راپورونه وایي داسې ورځ راغلې چې زر کسه هم برېټانیا ته په یوه ځل د ننه شوي دي. په دې کې د بېلو هېوادونو کډوال شامل دي. په وروستیو کې اروپا د کډوالو له یوې سترې څپې سره مخ ده او اروپایي هېوادونه هڅه کوي د لا ډېرو کډوالو د ورتګ مخنیوی وکړي.
اروپایي ټولنې هم په ځلونو ویلي چې اروپايي هېوادونه باید په ګډه د کډوالو اوسنی بحران مدیریت کړي او د لا ډېرو کشمکشونو او ګډوډیو مخنیوی یې مهم بللی دی.
































