نړیواله ټولنه د رسمیت پېژندلو په بدل کې لومړی د خپلو اندېښنو ځواب غواړي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي زلمي خلیلزاد په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي د افغانستان نوی حکومت په دې لټه کې دی چې په رسمیت وپېژندل شي او له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې ولري.
دده په خبره د طا لبانو دا غوښتنه هغه مهال منل کېږي چې د نړیوالې ټولنې اندېښنې ځواب شي. خلیلزاد وایي نړیواله ټولنه له ځان سره د اندېښنو او راتلونکو ستونزو په اړه یو لېست لري چې هغې ته ځواب غواړي، نو نوی حکومت دې لومړی د هغوی پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووايي.
د افغانستان نوي حکومت بیا په وروستیو کې په ځلونو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې دوی په رسمیت وپېژني او کنګل شوې شتمنۍ یې ازادې کړي.
































