ازبکستان وایي د افغانستان په اړه یې دريځ له نړیوالې ټولنې سره یو شان دی. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي خو ددغه هېواد په رسمیت پېژندلو مسئله یوه نړیواله مسئله ده چې په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو پورې اړه لري.
دده په خبره دوی د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو په مسئله کې له نړیوالې ټولنې سره یو دريځ لري او څه چې نړیواله ټولنه پرېکړه وکړي دوی هم ورسره توافق کوي. تر دې وړاندې د مرکزي اسیا نورو هېوادونو هم ویلي چې له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
ازبکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو او اروپايي ټولنې ديپلوماتانو د افغانستان په اړه ګډه غونډه جوړه کړې وه او دلته یې د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
































