سور صلیب وايي نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي رییس په یوه خپره کړې بیانیه کې ویلي چې نوموړي په تېرو ورځو کې د افغانستان بېلو ولایتونو ته سفر کړی دی او د خلکو ستونزې یې په خپلو سترګو ليدلې دي.
دده په وینا نړیواله ټولنه دې ژر تر ژره له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي او بشردوستانه مرستې دې ورسوي. دده په خبره له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې تعامل په دغه هېواد کې د پوهنې، روغتیا او ورته نورو بشري خدماتو د وړاندې کولو څانګو د ساتنې او سقوط د مخنیوي یوازینۍ لار ده.
سره صلیب پر نړیوالو غږ کړی دی چې سیاسي مسایل دې د بشري خدماتو د رسولو په برخه کې د خنډ په توګه نه مطرح کوي او څومر ژر چې امکان ولري له دغه هېواد سره دې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
































