هند وایي پاکستان لا هم اجازه نه ده ورکړې چې هندي غنم افغانستان ته ولېږدول شي. هندي چارواکو ویلي له پراخو هڅو سره سره پاکستان اجازه نه ورکوي چې د هند زرګونه ټنه غنم د پاکستان له خاورې تېر شي او افغانستان ته ورسول شي. هندي چارواکو ویلي پاکستان ته په کار ده چې له سیاسي مسایلو ورهاخوا له عامو افغانانو سره دې د مرستو پروسه نه زیانمنوي. تر دې وړاندې بیا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو، چې ډېر ژر به هندي غنم د دوی له خاورې افغانستان ته ورسول شي او ددې چارې لپاره یوې تګلارې باندې کار روان دی.
































