د اوکراین له پولې سره د روسیې تازه تحرکاتو اندېښنې پارولې دي. د اوکراین دفاعي چارواکو ویلي په وروستیو کې یې له پولې سره څېرمه د روسي ځواکونو تحرکات ډېر شوي دي او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. دوی ویلي که دغه تحرکات او د روسیې نظامي اقدامات پراخ شي نو د لویو خطرونو د رامنځ ته کېدو احتمال شته دی. تر دې وړاندې ناټو هم ویلي وو چې له اوکراین سره څېرمه د روسیې اقدامات اندېښمنوونکي دي او همدا راز امریکا هم پر متحدینو غږ کړی چې د روسیې پر وړاندې د اقدام وخت دی. روسیه بیا وایي دوی پر اوکراین د هېڅ راز نظامي برید پلان نه لري او په دې اړه شته اندېښنې بېځایه دي.
































