امریکايي ځواکونه یوازې د ټرمپ د پرېکړې پر بنسټ باید له افغانستان و نه وځي. پخوانیو پنځو مهمو امریکایي ديپلوماتانو چې په افغانستان کې یې ماموریت ترسره کړی په یوه ګډ بحث کې ویلي چې په ناڅاپي او بېړنۍ توګه به له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل یوه لویه تېروتنه وي. ددوی په خبره امریکایي ځواکونه د ملګرو ملتونو د توافق له مخې افغانستان ته تللي دي نو اوس یوازې د کرونا ویروس په پلمه باید له افغانستان و نه ایستل شي. ددوی په خبره طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې خو لا هم له افغان حکومت سره په جګړه دي او مشرتابه یې تر ډېره له افغان حکومت سره پر خبرو باوري نه دي نو ځکه ښايي تر ډېره جګړو ته ادامه ورکړي. دوی پر امریکایي حکومت غږ کړی چې د سرتېرو ایستلو ته بېړه نه کوي او په پوره احتیاط دې تر هر اړخیزې څېړنې او د بشپړ ثبات تر راتګ وروسته خپل سرتېري وباسي. دغه ديپلوماتان داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې تازه ولسمشر ټرمپ له خپلو سلاکارانو له افغانستان د ټولو سرتېرو د ایستلو غوښتنه کړې ده.
































