د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان د سولې له پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي. ددغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي له یوې خوا د روژې مبارکه میاشت ده او له بلې خوا په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله وبا ګډه شوې نو ځکه په افغانستان کې ښکېلو لورو ته په کار ده چې له جګړو لاس واخلي. د سرچینې په خبره پاکستان تل د متحد او سوله ییز افغانستان غوښتونکی دی نو له همدې امله پر ښکېلو لورو غږ کوي چې په دې حساسو شرایطو کې اوربند او سولې ته تر هر څه ډېر لومړیتوب ورکړي. پاکستان یو ځل بیا د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې دغه هېواد تل په افغانستان کې د جګړو تر شا او ملاتړی بللی شوی او داسې ګومان دی چې ددغه هېواد د سیاستونو له امله په افغانستان کې جګړو دوام کړی دی.
































